ایشچي: د دوستم د ۹ساتونکو نیولو کې سهل انګاري کېږي

د جوزجان پخوانی والي احمد ایشچي د جمهور رئیس د لومړي مرستیال د نهو ساتونکو د نیولو په برخه کې د کورنیو چارو وزارت له سهل انګارۍ انتقاد کوي.

ښاغلي ایشچي نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې له قانون سره سم باید یاد کسان په ۲۴ ساعتونو کې نیول شوي وای:

"موږ هم دغه موضوع په اړه اندېښمن یو چې د حکم له صادرېدو وروسته باید یاد کسان د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې نیول شوي وای اوس تقریباً پنځه ورځې تېرېږي خو تر اوسه اقدام نه دی شوی."

د نوموړي په وینا د تېري چهارشنبې په شپه وروسته له هغه چې د ښاغلي دوستم کور د امنیتي ځواکونو لخوا محاصره شو ښاغلي دوستم د کورنیو چارو وزیر سره اړیکه نیولې او ترې غوښتي چې ورته دوه درې ورځې وخت ورکړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تر واسه د ښاغلي ایشچي دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو تردې وړاندې ټينګار کړی چې د قانون په اساس به د ښاغلي دوستم د نهو ساتونکو د نیولو په برخه کې اقدام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لويې څارنوالۍ تېره اوونۍ له احمد ایشچي سره د ناوړه چلند په تړاو د جمهوري ریاست د دویم مرستیال د نهوو ساتونکو د نیولو حکم صادر کړ.