کابل کې د لومړۍ چاودنې عامل: په نشه یي توکو روږد شوی یم

محمد اصف

په کابل کې د لومړۍ چاودنې په پېښه کې د لاس لرلو په تور نیول شوی کس چې د کابل د څرخې پله په زندان کې بندي دی ادعا کوي چې په مخدره موادو روږدی شوی دی.

دغه کس محمد اصف نومېږي او له څوارلسو کلونو راهیسې بندي دی وايي، د څرخي پله په زندان کې په مخدره توکو روږد شوی او تر اوسه یې په زندان کې څو ځلې له چرس او هیروینو څخه استفاده کړې.

هغه څوارلس کاله وړاندې په کابل کې په یوه چاودنه کې د لاس لرلو په تور نیول شوی دی.

هغه وايي:

"همدلته روږدی شوم، شپږ- اووه ځله مې له پوډرو څخه استفاده کړی."

اصف په اږدمهاله بنده د شلو کلونو لپاره محکوم شوی.

هغه د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته، په کابل کې په لومړنۍ چاودنه کې د لاس لرولو په تور نیول شوی دی.

د ۲۰۰۲ کال د سمپتمبر د میاشتې د پنځمې نېټې په چاودنه کې چې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مخې ته وشوه پکې نېږدې ۳۰ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

خو پوښتنه دا ده چې مخدره مواده څنګه زندان ته انتقال کېږي؟

هغه طریقه چې له لارې یې د څرخي پله زندان ته نشه یي توکي انتقالېږي چې د پولیسو لخوا نیول شوي.

اصف دغې پوښتنې ته ځواب ورنه کړ.

د کورنیو چارو وزارت هم وایي چې دغه قضیه باید وڅېړل شي.

دغه وزارت روښانه ځواب نه لري خو وایي، دغه قضیه باید وڅېړل شي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش:

دانش: موږ په دې اړه څېړنه کوو.

"خبره دا ده چې دغه شخص له کوم وخته په مخدره توکو روږد شوی، زه اوس دا موضوع نه تائیدوم چې دننه زندان ته مخدره مواد انتقالېږي، خو که له پخوا روږدی وي او اوس هم له دغه ستونزې سره مخ دی نو دا بله خبره ده."

د دغې قضیې د څېړلو ترڅنګ د دغه کس د درملنې لپاره هم باید چې اقدامات ترسره شي.

له دې مخکې څو تنه زندان ته د مخدره موادو د انتقال په تور نیول شوي دي.

د دغه زندان مرستیال سید اقا انداربي ازادي راډیو ته وویل، نیول شوي هغه کسان دي چې د زندانیانو لیدلو ته راځي.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون هم دننه زندان ته د مخدره موادو د انتقال د احتمال په اړه اندېښمن دی.

د دغه کمېسیون ویاند محمد بلال صدیقي ازادي راډیو ته وویل، تمه ده د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دغه موضوع وڅېړي.

نوموړي زیاته کړه:

"هغه قضیه چې تاسو یې یادونه وکړه د بشري حقونو خپواک کمېسیون به یې وڅېړي او زموږ هغه څېړنیز ټیم چې زندان ته ځي هلته به د دغه قضیې په اړه څېړني وکړي."

د کابل د څرخي پله په زندان کې د روږدو کسانو شمېر کم نه دی.

محمد اصف یوازې د هغو یو مثال دی.

اصف شااوخوا ۳۵ کاله عمر لري او تر اوسه یې واده نه دې کړی.

راپو :عبادالله حنانزی