اروپايي ټولنه کې افغان سفیر د پناه غوښتونکو د ایستلو ملاتړ وکړ

په اروپايي ټولنه کې د افغانستان سفیر له اروپایي هېوادونو څخه د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو ملاتړ وکړ.

د بخښنې په نړیوال سازمان کې د افغانستان استازي حوریه مصدق دا خبره تېره ماښام له ازادي راډیو سره په ټلیفوني خبرو کې وکړه.

نوموړي له اروپا څخه د افغان کډوالو د ایستلو د د توافقنامې د تطبیق د ارزونې په هغه غونډه کې چې د اروپا د پارلمان لخوا جوړه شوې وه، ګډون کړی وو.

مېرمن مصدق وویل دوی په دې غونډه کې د افغان کډوالو ټولې ستونزې او هغه ننګونې چې په دې برخه کې یې افغان حکومت لري، ټولو ته واضحې کړې، خو د افغان کډوالو د ایستلو په برخه کې یې د افغان سفیر د ملاتړ خبره د خواشینۍ وړ وبلله.

نوموړې زیاته کړه:

"څه چې زموږ لپاره د خواشینۍ وړ وه، دا دې چې د افغانستان سفیر په اروپایي اتحادیه کې د کډوالو د ایستلو له پالیسۍ په کلکه ملاتړ وکړ، حال دا چې موږ پوهېږو د افغانستان دولت د کډوالو لپاره کوم ظرفیت نه لري او نه کوم کار کولی شي، نه پوهېږم چې د افغانستان استازی له کوم مدرکه دا ډول امکانات افغان حکومت ته برابروي؟"

په دغه غونډه کې چې پرون د بلجیم په مرکز بروکسل کې جوړه شوې وه، د بشري حقونو د ملاتړو ادارو لکه، د بخښنې نړیوال سازمان، اکسفام، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازو او هم په اروپایي ټولنې کې د افغانستان سفیر ګډون درلود.

د هغې توافقنامې له مخې چې د تېر کال په اکتوبر کې د افغان حکومت او اروپایي ټولنې ترمنځ شوې وه، هغه افغان پناه غوښتونکي له اروپایې ټولنې ایستل کېږي چې د پناه غوښتې تقاضا یې رد شوې او یا یې کوم جرم ترسره کړی وي.