فدايي: لوګر کې ۱۱ زره جریبه ځمکه غصب شوې

د لوګر والي وايي چې شاوخوا ۱۱ زره جریبه ځمکه د ۱۸۰۰ غاصبینو له خوا غصب شوې خو ولایت مقام یې پر وړاندې جدي مبارزه پیل کړې ده.

حلیم فدايي وايي چې غاصبین هڅه کوي د معاملې له مخې دا ځمکې په خپل تصرف کې ولري خو حکومت به یې پر وړاندې قانون تطبیق کړي.

زموږ همکار یوسف ځدراڼ سره په لوګر کې د ځمکو په سر د پیدا شوو جنجالونو په اړه له ښاغلي فدايي سره مرکه کړې او په پیل کې یې د ځمکو په سر د پیدا شویو لانجو په اړه پوښتلی دی.

دا مرکه د لاندې لنک په کېکاږلو اورېدلای شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د لوګر له والي سره مرکه