پوهنې وزارت: له زرو تړلو ښوونځیو نه ۲۷ یې پرانیستل شوي

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې په هېواد کې له شاوخوا زرو تړل شویو ښوونځیو څخه ۲۷یې بېرته پرانیستل شوي دي.

د دغه وزارت مرستیال اسدالله محقق جهاني نن ازادي راډیو ته وویل هڅه کېږي څو د افغان امنیتي ځواکونو او د سیمې د قومي مشرانو په مرسته نور تړل شوي ښوونځي هم پرانیستل شي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ غواړو دغه ښوونځي د امنیتي ځواکونو او د قومي مشرانو په مرسته پرانیزو او د ویلو ده چې په دې وروستیو کې ۲۷ بند ښوونځي بېرته پرانیستل شوي دي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د پوهنې وزارت ویلي چې په ناامنه ولایتونو کې شاوخوا ۱۰۰۰ ښوونځي تړلي دي.

زیاتره دغه ښوونځي په بادغیس، فراه، نیمروز، زابل، هلمند، ارزګان، پکتیا، کندهار او کندز ولایتونو کې دي.