چخانسوري: د دوستم د نهو ساتونکو نیولو کې اقدام کېږي

افغان چارواکي وايي، د ولسمشر د لومړي مرستیال د نهو ساتونکو د نیولو په برخه کې به اقدام وشي.

د ولسمشر غني وياند هارون چخانسوري نن په کابل کې خبريالانو ته په دې اړه وويل:

"لويه څارنوالي او د افغانستان عدلي او قضايي ادارې په خپلواکه او شفافه توګه خپل کار کوي، هغوی خپل حکم صادر کړی دی چې د جمهوري رياست د مرستيال نهه ساتونکي دې توقيف شي او د کورنیو چارو وزارت مکلف دی چې دا کار وکړي، که ونه‌شي، لويه څارنوالي بشپړه خپلواکي لري چې په‌کې حکومت هېڅ مداخله نه‌کوي او د خپلو نورو اقداماتو په اړه به له تاسو سره معلومات شريک کړي."

تر دې مخکې د کورنيو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډيو ته وويل چې د افغانستان پولیس به په دې برخه کې خپل اقدام وکړي او کوم اجرأت چې پولیس ترسره کوي خلکو سره به‌يې هم شریکوي.

د جوزجان پخواني والي احمد ایشچې څه باندې دوه میاشتې مخکې د ولسمشر پر لومړي مرستیال تور پورې کړ چې هغه سره‌یې جنسي زور زیاتی کړی.