قرغزستان د یوې ترورېستي ډلې سره د تړاو په تور ۲ تنه نیولي

قرغز چارواکو دوه کسان له يوې ترورېستي ډلې سره د تړاو په تور نیولي دي.

له دغو کسانو سره ۵۶۰۰۰ جعلي امریکايي ډالر نیول شوي دي.

د قرغزستان د ملي امنيت دولتي کمېټې نن وويل چې دغه مشکوک کسان د جنورۍ په شلمه د تېرې جمعې په ورځ نيول شوي دي.

د دې کسانو په اړه نور معلومات نه‌دي ورکړل شوي.

د چارواکو په وينا، له نيول شويو کسانو سره جعلي ډالر په ترکيه کې جوړ شوي وو.

د قرغزستان د ملي امنيت دولتي کمېټې ويلي چې شک لري دغه نیول شوي کسان په استانبول کې له دوو قرغز وګړو، منصور سووانوف او الیاس صابروف سره تړاو لري.

د قرغزستان چارواکي غواړي د چين پر سفارت په بشکېک کې د تېر کال د حملې په تړاو صابروف ونيسي.

د اګست په دېرشمه درې قرغز وګړي وروسته له هغه ټپيان شول چې يوه ځانمرګي بریدکوونکي د چين د سفارت مخې ته بمي چاودنه وکړه.