ازاد: اجازه نه‌ورکوو چې د افغانانو هویت د بل هېواد پر ضد وکارېږي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارتډاډ ورکوي چې افغان حکومت له خپلې خاورې او وګړو د نورو هېوادونو پر ضد د کارونې په برخه کې جدي دی.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال خیرالله ازاد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، هېڅ‎کله به اجازه ورنه‎کړي چې د افغانستان خاوره او د افغانانو هویت د درېیم هېواد پر ضد وکارول شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال خیرالله ازاد​

ښاغلي ازاد وویل:

"د افغانستان د اسلامي جمهوریت دولت هېڅ‎کله او هېڅ هېواد ته د دې اجازه نه‌ورکوي چې د افغانستان له خاورې د افغانانو له نوم او یا هم په خپله افغانان د یو بل هېواد د ګټو پر ضد وکاروي."

د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې ځینو هندي ورځپاڼو د هند د استخباراتي ادارې "را" له قوله ویلي چې ګواکې پاکستاني ترهګر په افغاني پاسپورټونو د هند خاورې ته د ورتګ هڅې کوي.

د هند انډیا ټوډې ورځپاڼې ویلي چې په پاکستان کې دېره ترورېستي ډلې هڅې کوي چې له افغان هویت څخه په استفادې هند ته داخل شي او ځینو یې د افغانستان جعلي پاسپورټونه ترلاسه کړي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې یو شمېر پاکستاني ترهګر په هند کې د جمهوریت ورځې د لمانځلو په درشل کې چې د پنجشنبې په ورځ لمانځل کېږي دا ډول هڅې لا چټکې کړې دي.

وموغوښتل چې د دې موضوع په اړه په کابل کې د پاکستان سفارت نظر هم ولرو خو بریالي نه‎شوو.

په ورته وخت کې په افغان حکومت کې یوې باوري سرچینې هم ازادي راډیو سره په خبرو کې دا موضوع تائید کړه چې ګواکې ځینو پاکستانیانو د افغاني پاسپورټونو د اخېستلو هڅې پیل کړې دي.

په عین حال کې د ولسي جرګې غړی محمد نعیم لالی حمیدزی وايي، د نورو هېوادونو پر ضد د افغاني هویت کارونه کومه نوې خبره نه‎ده خو دی وایي، استخباراتي ادارې باید په دې برخه کې خپل مسؤلیت ادا کړي.

د ولسي جرګې غړی محمد نعیم لالی حمیدزی

نوموړي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"ځیني کسانو پخوا هم هڅې کولې او اوس‌یې هم کوي چې د افغاني پاسپورټ څخه په ناوړه استفادې افغانستان بدنامه کړي خو تر هغه وخته چې زموږ کشفي او استخباراتي ادارې په سمه توګه فلټر نه‎شي او سرحدي ځواکونه مو تقویه نه‎شي زه فکر نه‌کوم چې دغه لړۍ بنده شي."

د ښاغلي حمیدزي په خبره که افغان حکومت ژر تر ژره د خپلو اتباعو له هویته د ځینو بهرنیو کړیو له لوري د ناوړه استفادې مخه ونه‌نیسي نو د دغې چارې دوام به د افغانستان نړیوال باور ته سخت زیان ورسوي.

ده وویل، د دې کار دوام به په نورو هېوادونو کې افغانان له ډېرو ستونزو او ناخوالو سره مخامخ کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس