صدیقي: د دوستم د ۹ ساتونکو د نیولو اقدام کېږي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د ولسمشر د لومړي مرستیال د نهو ساتونکو د نیولو په برخه کې به اقدام وشي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د افغانستان پولیس به په دې برخه کې خپل اقدام وکړي او کوم اجرأت چې پولیس ترسره کوي خلکو سره به هم شریک شي."

تر دې وړاندې د افغانستان لویې څارنوالۍ ویلي چې کشفي ادارې باید د ولسمشر د لومړي مرستیال د نهو ساتونکو په اړه حکم عملي کړي.

لويې څارنوالۍ د جوزجان د پخواني والي احمد ایشچي د جنسي ځورونې د ادعاوو پر اساس، د دې کسانو د توقیف پرېکړه پرون اعلان کړه.

د ښاغلي دوستم دفتر په دې اړه تبصره نه‌ده کړې خو تر دې وړاندې یې په دې اړه تورونه رد کړي.

د جوزجان پخواني والي احمد ایشچي څه باندې دوه میاشتې وړاندې د ولسمشر پر لومړي مرستیال تور پورې کړ چې له هغه سره‌یې جنسي زورزیاتی کړی دی.