مجلس او یا مېلمستیا کې د فیسبوک کارول او پر مجلس یې اغېز

ټولنیزې رسنۍ او په ځانګړي ډول فیسبوک په افغانستان کې ډېر کاروونکي لري چې د کاروونکو له ډلې یې یوه لویه برخه ځوانان دي، طبیعي ده چې فیسبوک به یې پر ژوند اغېز کړی وي.

ځینې ځوانان کله چې له کورنۍ او یا هم په مجلس کې ناست وي، دوی پر فیسبوک بوخت وي چې دا کار د دوی پر ټولنیز ژوند منفي اغېز شیندي.

د خوست ولایت اوسېدونکی معصوم جان معصومي چې فیسبوک کاروي وايي چې د فیسبوک سره یو ډول عادت شوی دی.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړی عزیز ګل ساپی وايي چې اکثر وخت کله چې په غېرې رسمي مجالسو او مېلمستیاو کې برخه اخلي، نو ټول ګډونوال په خپلو موبایلونو کې په فیسبوکونو اخته وي.

د بشپړ پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

کورکلی