ټرمپ به امریکا ته د کډوالو په وړاندې د نویو اقداماتو امر وکړي

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې تمه ده د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ به نن امریکا ته د کډوالو په وړاندې د نویو اقداماتو امر وکړي.

په دې اقداماتو کې د سوریې، عراق، ایران او ځینو نورو اسلامي هېوادونو د اتباعو لپاره امریکا ته د سفر پر ویزې مؤقت بندیز هم شامل دی.

د روېټرز او اسوشیټېډ پرېس اژانسونو د راپورونو له مخې دا بندیز به څو میاشتې تر هغه وخته چې چارواکي په دې اړه د مشخصو او دقیقو څېړنو بهیر پیلوي دوام وکړي.

د راپورونو له مخې مذهبي اقلیتونه به له دې قاعدې څخه مستثنی وي چې له ځورونو څخه تښتي.

د یوه بل حکم له مخې د سوریې، عراق، ایران، لیبیا، یمن، سومالیا او سوډان د اتباعو لپاره پر ویزې هم بندیز لګول کېږي.

راپورونه وايي چې لومړني اوامر به نن د امریکا د کورني امنیت له وزارته د ولسمشر ټرمپ د لیدنې پر مهال او نور به په راتلونکو ورځو کې ورکړل شي.