۲۰۱۶ کال کې فساد او ټولنیزې بې‌انډولۍ یو بل پياوړی کړی

د شفافیت نړیوال سازمان وايي، ۲۰۱۶ میلادي کال وښوده چې سیسټماتیک فساد او ټولنیزه بې‌انډولي په ټوله نړۍ کې د یو بل له پیاوړي کېدو سره مرسته کوي.

دې ټولنې د ۲۰۱۶ میلادي کال د فساد د شاخصونو د خپرولو پر مهال ویلي دي چې سیسټماتیک فساد او ټولنیزې بې‌انډولۍ د فساد، په ټولنه کې د قدرت د بې‌انډوله وېش او د منابعو د بې‌انډوله وېش تر منځ یوه درې اړخیزه خبیثه کړۍ جوړه کړې ده.

د شفافیت نړیوال سازمان په خپل راپور کې د پانامه اسنادو ته د اشارې په ترڅ کې وايي چې دا ډول ستر او سیسټماتیک فساد له بشري حقونو د سرغړونو، د دوامدار پرمختګ د مخنیوي او په ټولنه کې د محرومیت د زیاتېدو باعث کېږي.