عبیدي: بلخ کې د کوچیانو زرګونه جریبه ځمکه غصب شوې

په بلخ کې د کوچیانو چارو د مدیریت عمومي مشر غلام فاروق عبیدي وايي، د کوچیانو زرګونه جریبه ځمکه غصب شوې ده.

عبیدي پرون سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د کوچیانو ځمکې په خلم، چمتال او چهاربولک ولسوالیو کې سیمه‌ییزو زور‌واکو غصب کړې خو د چا نوم‌یې نه‌دی اخیستی.

په افغانستان کې د ځمکو د غصب پړه تر ډېره حده پر سیمه‌ییزو غیر مسؤلو زورواکو او وسله‎والو اچول کېږي.