د زهرې په نوم د افغان نجونو ارکستر "فري میوز" نړیواله جایزه وګټله

د زهرې په نوم د افغان نجونو ارکستر سږ کال د موسیقۍ فري میوز «FreeMuse» په نوم د یوې نړیوالې ادارې کلنۍ جایزه وګټله.

دغه نړیواله اداره چې د ډنمارک په مرکز کوپن هاګن کې د موسیقۍ د ازادۍ الهې یا فري میوز په نوم فعالیت کوي د موسیقۍ هنر په وړاندې د خنډونو او ستونزو د لیرې کېدو په هدف جوړه شوې ده.

د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټېټیوټ مشر احمد ناصر سرمست ازادي راډیو ته وویل چې دا جایزه په افغانستان کې یو مثبت بدلون منعکسوي.

ښاغلی سرمست وايي:

"لکه څنګه چې د اروپا په سټېژونو کې د افغان نجونو د ارکسټر حضور ټول هغه منفي انځورونه له‌منځه وړي چې د افغانستان په اړه موجود دي دا په خپله یو مثبت بدلون دی او بل د آزادۍ الهې جایزه هم کولای شي زموږ مسؤلیتونه ډېر کړي او هم یو ځل بیا زموږ مثبت بدلونونه په رسمیت پېژني او اهمیت ورکوي."

د افغان نجونو دغه لومړني ارکستر د جمعې په ورځ د جنورۍ په ۱۹نېټه د سویس په داووس ښار کې د نړیوالې اقتصادي غونډې په پای کې د شاوخوا درې زره کسانو په وړاندې یو ساعت موسیقي وغږوله.

د افغان نجونو دغه ارکستر په دې هنر سره وښودله چې دوی د خپل هېواد پر ځینو ناوړه دودونو او د مرګ پر ګواښونو برلاسي شوي دي.

ښاغلی سرمست وایي، تر اوسه دغه ارکستر یا هنري ډلې د سویس په سفر کې پنځه کنسرتونه اجراء کړي او له نورو هېوادونو څخه هم بلن‎لیکونه ورته رسېدلي دي.

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټېټیوټ مشر احمد ناصر سرمست

نوموړی وايي:

"موږ تصمیم لرو چې که امکانات برابر شي په نورو هېوادونو کې هم خپرونې ولرو. که څه هم دا پروګرامونه به وخت وغواړي، خو له نېکه‎مرغه په تېرو څو ورځو کې موږ ته له مصر، بلجیم او ایټالیا څخه بلن‎لیکونه راغلي دي."

زهره په افغانستان کې د نجونو لومړنی او یوازنی ارکستر دی چې دوه نیم کاله وړاندې د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټېټیوټ له‎خوا جوړ شوی دی چې ۳۰ غړي او دوه ښځینه مشرانې لري.

ښاغلی سرمست په دې اړه چې ولې یې د دې هنري ډلې نوم "زهره" انتخاب کړی دی، وايي:

"زموږ د کلتور په پخوانیو اسطورو کې د دوو خویندو زهرې او ناهید نومونه راغلي دي چې له موسیقۍ سره تړلي دي. د دې لپاره چې دغه ارکستر ته تاریخي تړاو ورکړو د زهرې نوم مو ورکړی او بل دا چې تر اسلام دمخه ادبیاتو کې هم دا زهره د موسیقۍ الهه وه."

زهره د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټېټیوټ له ۱۱ هنري ډلو څخه درېیم لوی ارکستر دی چې د احمد ناصر سرمست په خبره په سیمه کې ساری نه‌لري.

ښاغلی سرمست وايي:

"کولای شم په ټوله مسؤلیت سره‌یې ومنم چې د زهرې ارکستر د افغانستان د موسیقۍ په تاریخ کې یوازنی دی او د سیمې په سطح ویلی شم چې د نجونو یوازنی آرکستر دی چې زموږ هېڅ ګاونډی یې ساری نه‌لري."

په دغه ارکستر کې ۳۵ نجونې چې عمرونه‌‌یې د ۱۳ او ۲۰ کلونو تر منځ دي د موسیقۍ الات غږوي.

دوی د افغانستان له بې‎وزلو او یا هم بې‌سرپرسته کورنیو څخه دي چې د افغانستان د موسیقۍ په ملي انسټېټیوټ کې فني او مسلکي درسونه ورښودل کېږي.

د افغانستان موسیقي د شلمې پېړۍ په وروستیو لسیزو کې د جګړو له کبله، له هغه هېواده د موسیقۍ د متخصصینو د وتلو او د طالبانو د تګ‎لارو له کبله چې د واکمنۍ پر مهال‌یې په افغانستان کې له یوه سره موسیقي بنده کړې وه، سخته ځپل شوې ده.

خو د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټېټیوټ وایي، د نورو ارکسترونو په جوړولو سره غواړي په افغانستان کې دغه هنري تشه په تدریج سره راکمه کړي.

د افغانستان د موسیقۍ د ودې لپاره احمد ناصر سرمست زیات کارونه کړي او د همدې هڅو په خاطر په ۱۳۹۱ کال کې د ازادي راډیو د کال غوره شخصیت وټاکل شو.