کورمه اېجنسۍ کې د بمي چاودنې د وژل شویو شمېر ۲۴ ته ورسېد

د پاکستان چارواکي وايي چې د کورمې اېجنسۍ يوه مارکېټ کې د پرونۍ بمي چاودنې په نتيجه کې د وژل شويو کسانو شمېر ٢٤ ته زيات شو.

په ټپيانو کې تېره شپه د درېيو نورو کسانو د مړينې له کبله د وژل شويو شمېر ٢٤ ته ورسېد.

د کورمې اېجنسۍ د روغتيا ادارې مشرې ډاکټرې منير بېګم د ازادي راډيو مشال څانګې ته دا څرګندونې وکړې.

د کورمې اېجنسۍ يوه محلي چارواکي نصر الله خان ويلي، د ټپيانو شمېر ٩٠ تنه دى چې ٢۵ تنه د پېښور پوځي روغتون ته انتقال شوي دي.

دغه چاودنه د مېوو په يوه کرېټ کې د ځاى پر ځاى شوې بمي وسيلې په واسطه شوې ده.

د دې حملې مسؤليت لښکر جهنګوي‌العالمي او د تحريک طالبان پاکستان شهريار مسيد ډلو منلى دى.