غفاري: د سولې عالي شورا نوی مشر باید بانفوذه او اغېزمن شخص وي

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی او یو شمېر سیاسي کارپوهان وايي، که د سولې عالي شورا ته نوی رئیس ټاکل کېږي باید داسې کس وي چې پر وسله‌والو مخالفینو او د افغانستان په مسایلو کې پر ښکېلو هېوادونو خپل اغېز ولري.

په داسې حال کې چې افغان حکومت د سولې عالي شورا رئیس د خاورو ته سپارلو په چارو بوخت دی، د ولسي جرګې اداري پلاوی او یو شمېر کارپوهان وايي چې د دغې شورا لپاره نوی رئیس باید له وسله‌والو مخالفینو سره د سولې په خبرو کې له له هر اړخه پر دوی اغېز ولري.

دوی د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې حکومت باید د سولې عالي شورا د ریاست لپاره داسې کس انتخاب کړي چې د جګړې ټولو ښکېلو اړخونو ته د قبول وړ وي.

غفاري: موږ د اسې ډېر وړ شخصیتونه لرو.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ داسې با نفوذه او اغېزناک کسان چې د سولې په برخه کې یې خلک غږ اوري لرو، دا باید داسې کس وي چې د هغو هېوادونو سره کوم چې د افغانستان په مسایلو کې ښکېل وي اړیکي ټینګې کړي، دغه شان باید پر وسله‌والو مخالفینو هم اغېز ولري او اعتماد یې خپل کړي، تر څو د سولې عالي شورا وکولای شي چې ځانګړې لاسته راوړنې ولري."

ښاغلي غفاري پیر سید احمد ګېلاني، یو بانفوذه او اغېزناک شخص یاد کړ ویې‌ویل چې د ښاغلي ګېلاني په شان نور شخصیتونه هم شته چې د هغه نیمګړی مزل پوره کړي.

د سولې شورا پخوانی مشر مرحوم پیر سید احمد ګېلاني.

د افغانستان د سولې عالي شورا رئیس پیر سید احمد ګېلاني تېره شپه د ۸۴ کلنۍ په عمر د هغې ناروغۍ له امله چې ورپېښه شوې وه د کابل په امنیت روغتون کې د ژوند پور پرې کړ.

ولسمشر غني د پیر سید احمد ګېلاني مړینه یوه ستره ضایعه بللې ده او ویلي یې دي چې د افغانستان خلک په حساسو شرایطو کې له یو ملي لوی جهادي رهبر او شخصیت څخه بې‌برخې شول.

له ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې د پیر ګېلاني په مشرۍ د افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې بین‌الافغاني خبرې په بریالیتوب ترسره شوې.

پیر سید احمد ګېلاني پر افغانستان د روسانو د یرغل پر مهال په ۱۹۸۰ میلادي کال کې د یو جهادي مشر په توګه وپېژندل شو چې د محاذ ملي اسلامي ګوند یې جوړ کړ.

که څه هم په وار وار سره د ملي شورا او په افغانستان کې یو شمېر سیاسیونو د سولې د عالي شورا کړنې بې‌اغېزې ارزولي او ویلي چې دغه شورا باید لغوه شي خو دغه شورا د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې هوکړه د پیر سید احمد ګېلاني په مشرۍ د یادې شورا مهمه لاسته راوړنه ګڼي.

ویل کېږي چې نوموړي د وسله‌والو طالبانو له مشرانو سره هم څو ځلې اړیکې نیولې وې.

په ورته وخت کې افغان سیاسي کارپوه حمید عزیز ازادي راډیو سره خبرو کې پیر سید احمد ګېلاني یو بې‌طرفه شخص وباله او ویې‌ویل چې د سولې عالي شورا په دا شان یو وخت کې دا شان کس ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړه:

"په داسې وخت کې همداسې شخص ته اړتیا ده چې د دغې شورا مشري وکړي، داسې کس چې په جګړه کې د ښکېلو غاړو پلوی نه‌وي او له جهادي، دیني او اعتقادي نظره وسله‌والو مخالفینو ته د قبول وړ وي، دا شان کس باید وي چې د دموکراسۍ ارزښتونو او ملي ارمانونه ته ژمن وي او دغه‌شان باید داسې یو کس وي چې په نوي جوړښت سره د شورا په چوکاټ کې ځان ځای او خپل کارونه مخته یوسي."

په ورته وخت کې د چارو کارپوه ودیر صافی هم ټینګار کوي چې د دغې شورا د مشرتابه لپاره باید بې‌طرفه او داسې کس وټاکل شي چې په جنګي جرمونو تورن نه‌وي.

دی وايي، که داسې ونه‌شي، ډېرې پیسې به مصرف شي خو د خلکو د سولې ارمان به پوره نه‌شي.

راپور: اجمل تورمان