ګل اغا شیرزي د کندهار پېښې پر څېړنو انتقاد وکړ

د کندهار قومي مشر او د دغه ولایت پخوانی والي ګلا اغا شیرزی په کندهار کې د ورستۍ پیښې پر څېړنو انتقاد کوي.

نوموړي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د کندهار د والي په مېلمستون کې د وروستۍ خونړۍ پېښې په تړاو ډېری باوري کسان نیول شوي دي.

د رپوټونو له مخې تر دې دمه د کندهار د پېښې د څېړلو په هدف څلورو کورنیو او بهرنیو ټیمونو څېړنې کړي، خو په کندهار کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې یوه‌یې هم خپلې پایلې له خلکو سره نه‌دي شریکې کړي.

له دې وړاندې د کندهار امنیه قوماندانۍ ویلي و چې د یاد برید په تړاو يې ځیني کسان نیولي دي.

شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې په کندهار د والي په مېلمستون کې د چاودنې له امله د متحده عربي اماراتو د پنځه ډیپلوماتانو په ګډون دولس تنه ووژل شول.