د سولې شورا مشر سید احمد ګېلاني د ۸۴ کلونو په عمر وفات شو

د افغانستان د سولې عالي شورا رئیس او د ملي محاذ ګوند رهبر پیر سید احمد ګېلاني د ۸۴ کلونو په عمر پرون شپه په کابل کې وفات شو.

د سولې عالي شورا مرستیال مولوي عبدالخبیر اوچقون ازادي راډیو سره په خبرو کې د پیر سید احمد ګېلاني د مړینې خبر تائید کړ او وویل:

"په تأسف سره وایم چې پیر صاحب د ملي امنیت په روغتون کې د شنبې په ماښام په اوو بجو او ۴۵ دقیقو ساه ورکړه، د پیر صاحب مړینه یوه ستره ضایعه ده."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او یو شمېر نورو مقاماتو د پیر ګېلاني مړینه د سولې پروسې او ټولو افغانانو لپاره ضایعه بللې او ویلي یې دي چې ځای به‌یې تل تش پاتې وي.

د ارګ ماڼۍ په بیان کې راغلي چې ښاغلي ګېلاني له حزب اسلامي سره د سولې خبرې بریالۍ پای ته ورسولې او افغانانو په یوه حساس وخت کې خپل دا رهبر له لاسه ورکړ.