د پاړه‌چنار سبزي منډیي بمي چاودنې د مړو شمېر ۲۴ تنو ته ورسېد

افغان پولې ته څېرمه د کرمې اېجنسۍ د قبایلي سیمې چارواکي وايي چې د دې اېجنسۍ د مرکز پاړه‌چنار په سبزي منډيي کې د بمي چاودنې د مړو شمېر ۲۴ ته پورته شوی او ۵۵ نور ټپیان دي.

چارواکي وايي چې د پېښې پر مهال په سبزي منډيي کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وه چې له امله‌یې د ټپیانو او مړو شمېر ښايي نور هم زیات شي.

د یادې اېجنسۍ مرستیال پولیټیکل ایجنټ نصرالله خان د شنبې په ورځ ناوخته رسنیو سره په خبرو کې وویل چې تر دې دمه د پاړه‌چنار په سبزي منډيي کې د بمي چاودنې د مړو شمېر ۲۴ ته رسېدلی او ۵۵ ټپیان‌یې په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

نوموړی وايي چې امنیتي ځواکونو تر بمي چاودنې وروسته د پېښې په شااوخوا سیمو کې تلاشي عملیات کړي او په خبره‌یې چې امنيتي ادارو د پېښې تحقیقات هم پیل کړي دي.

د کورمې اېجنسۍ د مرستیال پولیټیکل ایجنټ په وینا، چاودېدونکي مواد د سبزي په یوې بورۍ کې ځای پر ځاي شوي و چې د ریموټ کنټرول په ذریعه الوزول شوي دي.

نوموړی په دې اړه وايي:

"د پاړه‌چنار په سبزي منډيي کې د سبزۍ په بورۍ کې چې کوم یو ریموټ کنټرول بم ځای شوی و، چونکې سهار ټایم کې دلته ډېر زیات رش وي، نو د هغې د وجې نه دلته په بمي چاودنه کې ۲۴ کسان وژل شوي دي او ۵۵ زخمیان دي."

په پاړه‌چنار کې په سبزي منډيي کې تر بمي چاودنې وروسته چارواکو د سیمې په ځايي دولتي روغتون او همداشان د خېبر پښتونخوا د مرکز پېښور په روغتونونو کې اېمرجنسي لګولې او د پېښې مرګوني ټپیان‌يې د درملنې لپاره د پېښور لیډي ریډنګ او «سي. اېم. اېچ» پوځي روغتونونو ته وړي دي.

‎د دغې چاودنې په ټپیانو کې ماشومان هم شامل دي، د پېښې یو ټپي ماشوم له رسنیو سره په خبرو کې د سترګو لیدلی حال داسې ووایه:

"موږ سبزي پسې راغلي وو، سبزي مو ټولوله او کلي ته مو وړله چې چاودنه وشوه او تیاره شوه."

پاړه‌چنار افغان پولې ته څېرمه د کورمې اېجنسۍ مرکز دی چې ډېری اوسېدونکي یې شیعه‌ګان دي او وخت نا وخته په‌کې بمي چاودنې، هدفي وژنې، مذهبي تاوتریخوالی او نورې ترهګریزې پېښې کېږي چې ډېری قربانیان‌یې شیعه‌ګان وي.

د پاړه‌چنار په سبزي منډيي کې تر دغې بمي چاودنې مخکې د ۲۰۱۵ میلادي کال په ډسمبر کې هم په همدې بازار کې بمي چاودنه شوې وه چې لږ تر لږه ۲۵ کسان‌یې وژلي او ۷۰ یې ټپیان کړي و چې ماشومان او ښځې هم په‌کې وې.

د پاکستان د داخله چارو وزیر چوهدري نثار علي خان، صدراعظم، ولسمشر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د پاړه‌چنار په سبزي منډيي کې چاودنه غندلې او اړوندو ادارو ته‌یې د تحقیقاتو امر ورکړی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د پاړه‌چنار په سبزي منډيي کې د دغې بمي چاودنې مسؤلیت د لشکر جهنګوي‌العالمي په نامه وسله‌والې ډلې پر غاړه اخیستی دی.

راپور: ذبیح مومند