حیات: ایران هلمند کې پوځي لاس وهنه کوي

د هلمند والي ايران تورن کړ چې د هلمند د اوبو پر سر د لانجې په خاطر په دغه ولايت کې پوځي لاسوهنه کوي.

حيات الله حيات له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل:

​"دوه مياشتې مخکې چې دلته جګړه توده شوې وه؛ زما له کوره د ولايت تر مقامه پورې۵٠٠ متره فاصله ده، پر دغه ځاى ۴٢ ميزاييله لګېدلي دي، د دې ١٣٠ ملي متر ميزاييلو اکثريت يو کال مخکې په ايران کې جوړ شوي.​"

د هلمند اوبه چې ايران ته بهېږي، ځينې نهادونه يې د کابو کولو غوښتنه لري، خو ايران وايي دا مسئله ورته د منلو نه ده.

د هلمند والي حيات الله حيات هغه اوازې هم رد کړې چې د کوټې شورا دې په وروستيو کې دغه ولايت ته انتقال شوې وي.

د هلمند د اوپراتيفي ډلې مشر عبدالجبار قهرمان هم له ازادي راډيو سره خبرو کې د هلمند په روانه جګړه کې پاکستان او ايران دخيل بللي دي.

خو تهران او اسلام اباد د دغو تورونو په باب تبصره نه ده کړې.