مذهبي افراطيانو لاريون کوونکي په ډبرو وويشتل

مذهبي افراطيانو د پنځو ورکو شويو پاکستاني فعالانو په ملاتړ لاريون کوونکي په ډبرو وويشتل.

دغه لاريون پرون وشو خو د مذهبي افراطيانو له خوا له مخالفت سره مخامخ شو چې غوښتل يې حکومت باید د ورکو شويو کسانو پر ضد مقدساتو ته د سپکاوي قضيه ثبت کړي.

هغه کسان چې د پاکستان د پوځ د سياسي اغېز پر وړاندي يې اندېښنې څرګندولې، ټول په مرموز ډول روانه مياشت ورک شول.

وروسته له هغه چې دوی لادرکه شول، پر ټولنيزو رسنيو د دوی پرضد مقدساتو ته د سپکاوي خبرې خپرې شوې او پولیسو ته په دې اړه شکایتونه هم ورسېدل.

په پاکستان کې مقدساتو ته سپکاوی د مرګ په سزا تمامېدای شي.

په داسي حال کې چې د دغو پنځو فعالانو ملاتړیو د هغوی د راخوشې کولو غوښتنه کړې، د یوې مذهبي ډلې، تحريک لبيک يا رسول الله چې نوم يې ډېر نه دی اورېدل شوی، سلو غړيو، د ورکو شویو فعالانو پر ملاتړيو ډبرې اورول پيل کړل.

د مذهبي افراطیانو پر بينرونو ګڼ شمېر شعارونه ليدل کېدل لکه: مقدساتو ته د سپکاوي سزا د سر پرې کېدل دي.

حېدر کيڼ اړخی ليکوال او پروفيسور دی چې په جنورۍ مياشت کې له ليبرال بلاګ ليکونکو وقاص ګورايا، عاصم سعید، احمد رضا نصير او په کراچۍ کې د ترورېزم پرضد د فعالانو د ډلې مشر ثمر عباس سره یو ځای ورک شو.