پاکستان کې د اوسېدو پر مهال د اسامه بېره څه وه؟

په پاکستان کې د اوسېدو پر مهال د القاعده وژل شوي مشر اسامه بن لادن بېره درلوده چې ايران به يې د زوی په بدن کې تعقيبوونکې آله کېږدي.

دا خبره په هغو اسنادو کې شوې چې پرون د امریکا د ځانګړو ځواکونو له‎خوا خپاره شول.

دوی ته له ايرانه د وتلو اجازه ورکړل شوې وه.

بن لادن خپلو زامنو عثمان او محمد ته هغه مهال يو لیک لېږلی وو چې په‎کې لیکلي يې وو:

"که دوی تاسو ته ستنې در ولګوي، ښايي په‎کې د تعقيبولو لپاره يوه کوچنۍ آله تېره کړي. د ستنې اندازه به د عادي ستنو غوندي نه وي خو دغه آله ښايي د یوې زڼې په اندازه، ډېره نرۍ وي."

دا ليکونه او نور اسناد د امریکايي ځانګړو ځواکونو لاس ته هغه وخت ورغلل چې دوی په ۲۰۱۱میلادي کال کې اسامه بن لادن د پاکستان په ایبټ‎آباد کې وواژه.

د تېرکال په مارچ مياشت کې خپاره شوي اسناد ښيي چې بن لادن خپلو مېرمنو ته په يوه بل لیک کې ورته اندېښنې څرګندې کړې وې. د ده مېرمنې په ايران کې اوسېدې.

ده په دغه لیک کې خپلې مېرمنې ته لیکلي وو:

ما ته وويل شول چې ته په ايران کې د غاښو ډاکټر ته تللې وې او په دې اړه دې اندېښنه درلوده چې هغې په غاښ کې یو څه درته ايښي دي.

ده غوښتل وپوهېږي چې مېرمنې يا نور ملاتړي يې د دغو آلو په اړه کومې اندېښنې لري.