د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي چې متحده ایالات به د سوریې د سولې په اړه په پلان شویو خبرو کې پر بلنه غور وکړي.
د سولې دغه خبرې د جنورۍ پر ۲۳ نېټه یعنې د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کاري دورې تر پیل درې ورځې وروسته د قزاقستان په پلازمینه استانه کې کېږي.
دغه امریکایي چارواکي رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې واشنګټن پهدې خبرو کې د ګډون بلنه ترلاسه کړې او تر غور لاندې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې مسکو متحده ایالاتو ته دا بلنه ورکړې.
دغه غونډه د روسیې او ایران په ملاتړ جوړېږي چې دواړه د سوریې د ولسمشر بشارالاسد عمده متحدین دي.
د ترکیې، روسیې او ایران پلاوي سره به د ملګرو ملتونو استازي هم په دې غونډه کې ګډون ولري.
د سوریې د حکومت یوې عمده مخالفې ډلې احرارالشام په دې غونډه کې ګډون نهدی منلی.
بلخوا ایران د استانې په خبرو کې د امریکا له ګډون سره مخالفت کړی دی.