اروپايي اتحادیه: افغانستان کې دې د ژورنالېستانو امنیت ته هڅې وشي

اروپايي اتحادیې د افغانستان په لانجه کې پر ټولو خواوو غږ کړی چې د ژورنالېستانو د امنیت او ملاتړ لپاره دې د امکان تر حده زیاتې هڅې وکړي.

د افغانستان د ژورنالېستانو د امنیت کمېټې په نوي رپوټ کې ویلي چې ۲۰۱۶ میلادي کال د ژورنالېستانو او د مطبوعاتو کار کوونکو لپاره تر ټولو خونړی کال و.

رپوټ وايي چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې ۱۳ ژورنالېستان په افغانستان کې وژل شوي چې لږ تر لږه ۱۰ یې د وسله‎والو طالبانو د حملو له امله وو.

رپوټ زیاتوي چې په ټول کال کې یې د ژورنالېستانو د قتل، زخمي کېدو او له هغوی سره د تشدد ۱۰۱ پېښې ثبت کړې دي.

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي فرانس مایکل مېلېبن د دې رپوټ په رڼا کې نن ویلي چې د مطبوعاتو ازادي د هرې ډموکراسۍ اساسي برخه ده.

د مطبوعاتو انتقاد حکومت حساب ورکولو ته اړ باسي، په ټولنه کې شفافیت رامنځته کوي او ولسي افغانانو ته د غږ اوچتولو موقع ورکوي.

مېلېبن ویلي، دا چې د ژورنالېستانو او د مطبوعاتو د کارکوونکو پر ضد د تشدد په زیاتو پېښو کې حکومت هم لاس لري، د اندېښنې وړ مسئله ده.