کندز چارواکي: په عملیاتو کې ۴ وسله‎وال طالبان وژل شوي

د کندز سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۴ وسله‎وال طالبان وژل شوي دي.

په دغه ولایت کې د پامیر د ۲۰ فرقې ویاند غلام حضرت کریمي رسنیو ته وویل، دغه طالبان تېره شپه په چهار درې ولسوالۍ کې د افغان کومانډو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي.

ښاغلی کریمي زیاتوي چې په یادو عملیاتو کې یوه اندازه سپکې او درنې وسلې د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي.

تر اوسه وسله‎والو طالبانو په دې اړه څه نه‎دي ويلي.