شریفي: ۲۰۱۶ د افغان خبریالانو لپاره مرګونی کال و

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، ۲۰۱۶ د افغان خبریالانو لپاره مرګونی کال و.

د دې کمېټې مشر نجیب شریفي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، که د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي موضوع جدي ونه‌نیول شي، نو په دې برخه کې به د ۱۳ کلونو لاسته راوړنې په سیند لاهو شي.

تېر میلادي کال په افغانستان کې شاوخوا ۱۵ خبریالان وژل شوي.

ښاغلی شریفي زیاتوي د پکتیا، پکتیکا، میدان وردګ او غزني په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې وسله‎وال مخالفین سیمه‌ییزې رسنۍ او خبریالان ګواښي.