پاکستان وايي ډاکټر شکیل افریدي نه‌خوشې کوي

پاکستاني چارواکي وايي چې شکیل افریدي نه‌خوشې‌ کوي.

شکیل افریدي هغه څوک دی چې له امریکايي پوځیانو سره‌یې په اېبټ‌اباد کې د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن د ځای په لټولو کې مرسته کړې وه.

د پاکستان د قانون او عدالت وزیر زاهد حامد ویلي ډاکټر شکیل افریدي به خوشې نه‌کړای شي او نه به هم امریکا ته وسپارل شي.

روېټرز اژانس رپوټ ورکوي چې زاهد حامد پرون دا څرګندونې د پاکستان سنا جرګې ته د هغو رپوټونو تر خپرېدو وروسته وکړې چې په‌کې د افریدي د ممکنه خوشې کېدو خبرې شوې دي.

زاهد: افریدي زموږ د قانون او ملي ګټو پر خلاف کار کړی.

د قانون او عدالت وزیر زاهد حامد وویل:

"افریدي زموږ د قانون او ملي ګټو پر خلاف کار کړی او د پاکستان حکومت په پرله‌پسې ډول د امریکا متحده ایالاتو ته ویلي چې هغه افریدي جرم کړی او قانوني چلند ورسره کېږي."

ښاغلي زاهد همداراز وویل چې قانون تطبیقېږي او شکیل افریدي هم د عادلانه محاکمې پوره حق لري.

ډاکټر شکیل افریدي چې د امریکایي چارواکو له‌خوا یو اتل یاد شوی وروسته له هغه ونیول شو چې امریکايي پوځیانو د ۲۰۱۱ کال په مې کې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن په ځانګړو عملیاتو کې وواژه.

د القاعده شبکې وژل شوی مشر اسامه بن لادن

پاکستان پر افریدي تور پورې کړی چې د پولیو د واکسین په نوم‌یې په اېبټ‌اباد کې د بن لادن له مېشت ځایه د «ډي. ان. اې» نښې ټولې کړې وې چې په مټ‌یې د امریکا استخباراتي اداره د بن لادن د هویت پر پېژندلو بریالۍ شوې وه.

افریدي په ۲۰۱۲ کال کې په ۳۳ کاله بند محکوم شو او دا تور هم پرې پورې شو چې د لشکر اسلام په نوم د یوې مخالفې وسله‌والې ډلې غړیتوب لري.

خو افریدي چې لا هم د محاکمې په تمه دی په هماغه وخت له وسله‌والو مخالفو ډلو سره خپله اړیکه رد کړې وه.

پر هغه باندې په ۲۰۱۳ کال کې د اتو کالو وړاندې د یوه ناروغ کس د وژنې تور هم پورې شو.

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره مې میاشت وویل چې هغه به پاکستان اړ کړي څو په دوه دقیقو کې دننه شکیل افریدي خوشې کړي.

ټرمپ د خپل انتخاباتي کمپاین پر مهال ویلي و چې افریدي به راخوشې کړي.

د ټرمپ دې څرګندونو ان په هماغه وخت کې هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سخت انتقاد له ځان سره درلود.

نثاراحمد: پاکستان د امریکا مستعمره نه‌ده

پاکستان په اېبټ‌اباد کې چې له اسلام‌اباد یوازې دوه ساعته لیرې دی د بن لادن هستوګنه یوه امنیتي تېروتنه بللې وه او دا مسئله‌یې په بشپړه توګه رد کړې وه چې امنیتي او استخباراتي برخې د هغه د پټولو هڅه کړې ده.

خو امریکايي چاوراکو وار-وار پاکستان یو د نه‌باور وړ متحد په توګه یاد کړی چې په خبره‌یې د افغان طالبانو مشرانو ته‌یې په خپله خاوره کې پناه ورکړې ده.

امریکايي چارواکو له پاکستان څخه دا غوښتنه هم تل مطرح کړې چې له افغانستان سره په پوله د وسله‌والو مخالفو ډلو پر ضد جدي مبارزه وکړي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی