ارزګان کې ۲۲ تنه له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

په ارزګان ولایت کې د بې‌کارۍ د له‌منځه وړلو په موخه د افغانستان د بیا ودانولو مؤسسې له لوري په بېلابېلو حرفو کې ۲۲ تنه ښځو او نارینه‌و ته درې میاشتنۍ زده‌کړې ورکول شوې.

دغه فارغینو ته د یادې مؤسسې له لوري د چهارشنبې په ورځ د فراغت سندونه او سامان الات ورکړل شول.

د افغانستان د بیا ودانولو مؤسسې ولایتي مسؤل نصیراحمد خیال حسن وویل چې دغو ۲۲ تنو فارغینو ته چې ۱۰ تنه‌یې ښځې او ۱۲ تنه نارینه دي د موټر سایکل جوړونې او لاسي صنایعو په برخه کې زده‌کړې ورکول شوې تر څو تر فراغت وروسته دوی وکولای شي له همدې لارې پر کار وګمارل شي.

ښاغلي خیال حسن زیاته کړه:

"موږ هڅه کوو چې په ارزګان ولایت کې ځوانانو ته په بېلا بېلو برخو کې روزنه ورکړو، ترڅو هغوی په کار وګمارل شي، موږ ښځې او نارینه دواړو ته روزنه ورکوو، په راتلونکو کې هم په مرکز او ولسوالیو کې دې ته ورته پروژې پلي کوو."

هغه لس تنه ښځې چې د خیاطۍ، ګلدوزۍ او نورو لاسي صنایعو په برخه کې يې زده‌کړې کړي وايي چې لاسي صنایعو ته‌يې بازار نه‌شته او باید دولت د هغوی لپاره ځانګړی مارکېټ جوړ کړي ترڅو دوی په اسانۍ سره خپل په لاس جوړ شوي توکي وپلوري.