سیاس: له بېځایه شویو سره د مرستې ۴ ټيمونه ګومارل شوي

له پېښو سره د مبارزې اداره وايي چې په بېلابېلو سیمو کې له کورنیو بېځایه شویو سره د مرستو لپاره یې ۴ ټیمونه ګومارلي دي.

د دې ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس تېره شپه ازادي راډیو ته وویل:

"له پېښو سره د مبارزې د ادارې او د کډوالو د وزارت څلورو ګډو ټیمونو ته دنده سپارل شوې چې په ټولو کمپونو کې چې زموږ بېځایه شوي هېوادوال پکې مېشت دي، د هغوی وضعیت وګوري، د هغوی ستونزې یاد داشت کړي څو د حل لپاره یې اقدام وشي."

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې نږدې شپږ نیم لکه افغانان د جګړو له کبله بېځایه شوي او دا په داسې حال کې ده چې په وروستي یوه کال کې له پاکستان او ایران څخه شااوخوا یو میلیون افغانان بېرته خپل هېواد ته راګرځېدلي دي.

د وروستیو اورښتونو او د هوا د سړېدو له کبله د بې کوره شویو خلکو کړاوونه زیات شوي دي.