منګل: د کابل ـ کندهار لار د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه

د کابل - کندهار لویه لار چې پرون ماسپښین بنده شوې وه، تېره شپه بېرته پرانیستل شوه.

د میدان وردګ د والي ویاند عبدالرحمن منګل ازادي راډیو ته وویل چې دا لار د کابل د ارغندۍ او میدان ښار ترمنځ د واورې او یخي له کبله بنده شوې وه.

د دې لارې د بندېدو له کبله په سلګونو موټرونه او بسونه ۶ ساعته منتظر پاتې شول.

د میدان وردګ د والي د ویاند په وینا دا سړک د کابل او میدان وردګ ولایتونو د مسؤلینو په ګډو هڅو پرانیستل شو.

ده دا هم وویل چې د وردګ ولایت له لوري له ماشومانو، ښځو او بوډاګانو سره د مرستې لپاره سیمې ته امبولانسونه هم ولېږل شول.