د پاکستان یوې محکمې یوه مور په اعدام محکومه کړه

د پاکستان د لاهور یوې محکمې یوه مور په دې خاطر په اعدام محکومه کړه چې خپله لور یې په ژوندوني سوځولې ده.

دې ښځې چې نوم یې «پروین بي بي» ښودل شوی، په محکمې کې اعتراف وکړ چې خپله لور یې له دې کبله وسوځوله چې په خپل سر او د کورنۍ له اجازې پرته یې واده کړی و.

د پاکستان د پنجاب ایالت پولیس وايي، اتلس کلنې زینت رفیق، مخکې تر دې چې د خپلې مور له لوري ووژل شي، له حسن خان نومي سړي سره واده کړی و.

پاکستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د ناموس په نوم قتلونه پکې ډېر کېږي.

یوازې په ۲۰۱۵ میلادي کال د ناموس په نوم تر یوولس سوه زیاتې ښځې او نجونې ووژل شوې.