باجوه: پاکستان د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ کوي

د پاکستان لوی درستیز د امریکايي پوځیانو له مرکزي قوماندان سره په کتنه کې وویل، اسلام اباد د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ کوي.

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه هېواد د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه پرون دوشنبې امریکايي جنرال جوزیف واټیل «Joseph L Votel» ته په راولپنډۍ کې وویل، د افغانستان د حملو په خاطر پر پاکستان تور پوري کول د سولې هلو ځلو ته تاوان پېښوي.

باجوه همدا راز وویل، پاکستان هغه ټول پناه ځایونه ویجاړ کړي چې یاغیانو ور څخه په افغانستان کې د حملو لپاره کار اخیست.

د پاکستان د پوځ د خبرپاڼې له مخې، د امریکايي پوځیانو مرکزي قوماندان، جنرال باجوه ته وویل چې د تروریزم پر ضد د پاکستان هڅې ستايي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویلي چې د کابل، کندهار او لښکرګاه د وروستیو حملو عوامل په پاکستان کې مېشت دي.

د افغانستان ولسمشر د یکشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ لوی درستیز ته وویل، د کابل، کندهار او لښکرګاه د وروستیو حملو له عاملانو څخه به چې په پاکستان کې اوسي، غچ واخلي.