د ګوانتانامو لس زندانیان عمان ته انتقال شول

د عمان حکومت منلې ده چې د ګوانتانامو زندان لس تنه بندیان دغه هېواد ته انتقال شوي دي.

په هغې اعلامیه کې چې د عمان د شاهي دولت له‌خوا په دې اړه خپره شوې د دغو بندیانو هویت نه‌دی ښودل شوی.

د عمان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغه لس تنه بندیان په مؤقتي ډول په دغه هېواد کې ساتل کېږي.

عمان ته د دغو لسو تنو له انتقال سره د ګوانتانامو زندان د بندیانو شمېر ۴۸ تنو ته رسېږي.

تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې څلور نور زندانیان‌یې چې په خټه د یمن وو د جنورۍ پر شپږمه سعودي عربستان ته لېږلي دي.

د امریکا حکومت داسې مهال د ګوانتانامو د بندیانو شمېر راکموي چې د ولسمشر بارک اوباما د کاري دورې یوازې څو ورځې پاتې دي.

اوباما ژمنه کړې وه چې د خپلې ولسمشرۍ په دوره کې به د ګوانتانامو زندان وتړي.

نوموړي د جنورۍ پر لسمه نېټه د ولسمشر په توګه د خپلې وروستۍ وینا پر مهال یو ځل بیا د ګوانتانامو زندان د تړلو په برخه کې د خپلې پرېکړې دفاع وکړه.

اوباما: د ګوانتانامو زندان د تړلو لپاره مو هڅې وکړې.

هغه وویل:

"ما کار کړی دی څو د ترورېزم په وړاندې جګړه پر یوه پیاوړي قانوني اساس ودروم، له همدې کبله مو ځورونه پای ته ورسوله، د ګوانتانامو زندان د تړلو لپاره مو هڅې وکړې او په قوانینو کې مو اصلاحات راوستل، څو د خلکو خصوصي حریم او مدني ازادي مو خوندي کړې وي، له همدې کبله مې د امریکایي مسلمانانو په وړاندې تبعیض رد کړی دی، هغوی زموږ په څېر وطن پالونکي دي."

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ وایي تمه ده منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ ته د واک تر لېږد دمخه د ګوانتانامو زندان نور بندیان هم نورو هېوادونو ته انتقال شي.

ډونالد ټرمپ ویلي د لوړې تر مراسمو وروسته به نورو هېوادونو ته د بندیانو د لېږد پروسه ودروي.

د جنورۍ پر درېیمه نېټه ټرمپ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي وو چې باید له ګوانټانامو څخه نور کسان خوشي نه‌شي.

ټرمپ د کیوبا په ګوانتانامو جزیره کې د امریکا د پوځ په محبس کې بندي کسان ډېر خطرناک وبلل.

منتخب ولسمشر ویلي چې دغو زندانیانو ته باید اجازه ورنه‌کړل شي چې بېرته د جنګونو ډګرونو ته ولاړ شي.