دانش: هڅه کوو لارو کوڅو کې د ښځو د ځورونې مخه ونیسو

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په مرکز او ولایتونو کې یې خپلو ټولو امنیتي ادارو ته لارښوونه کړې تر څو هغه کسان ونیسي چې ښځې او نجونې ځوروي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه موضوع په ډېر جدیت تعقیبوي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ډېری ښځو او نجونو شکایت کړی چې په لارو کوڅو کې د یو شمېر کسانو له‌خوا ځورول کېږي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د دغو کړنو د مخنیوي لپاره د ځورونې د منع قانون هم د افغانستان د ملي شورا له‌خوا تصویب شو.