احمدزی: د پکتیکا برمل کې د پولیو مثبته پېښه ثبت شوې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، د پولیو یوه بله مثبته پېښه د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې کشف شوې ده.

د دغه وزارت د پولیو د له‌منځه وړلو د پروګرام مسؤل ډاکټر میوند احمدزي نن ازادي راډيو ته وویل چې د پولیو د دغې نوې پېښې په موندلو سره په هېواد کې ټول ټال ۱۳ مثبتې پېښې په ۲۰۱۶ کال کې رامنځته شوې دي.

نوموړي وویل په پام کې ده چې د پولیو د واکسین کمپاینونه په پراخ او جدي توګه د هېواد بېلابېلو سېمو ته وغځول شي.

تر دې وړاندې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ویلي دغه ویروس تر ډېره د افغانستان هغه ولایتونه ګواښي چې ډیورند کرښې ته نېږدې پراته دي.

روغتیایي چارواکي وایي، تر کومه چې په پاکستان کې د پولیو ویروس مخنیوی ونه‌‌شي، په هېواد کې له دې ناروغۍ سره مبارزه به ستونزمنه وي.