د ۱۳۹۶ مالي کال بودجه د ولسي جرګې له‌خوا تصویب شوه

د افغانستان د ۱۳۹۶ مالي کال ملي بودجه د ولسي جرګې له‌خوا د رأیو په اکثریت تصویب شوه.

د دغې جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي نن د جرګې په عمومې غونډه کې وویل چې د ۱۳۹۶ مالي کال ملي بودجه ۴۲۹ میلیارده افغانۍ ده چې ۲۶۸ ملیارده عادي او پاتې ۱۶۱ ملیارده‌یې پراختیایي بودجه ده.

نوموړي وویل چې د تېرې بودجې د طرحې په پرتله په نوې بودجه کې ۷۰ میلیونه ډالره زیاتوالی راغلی.

خو تر دې وړاندې د ۱۳۹۶ میلادي کال مالي بودجې طرحه د یو شمېر نیمګړتیاوو له وجې د ولسي جرګې له‌خوا رد شوې وه.