بحرین کې د پولیسو د قتل په تور ۳ تنه اعدام شول

په بحرین کې هغه درې شیعه‌ګان اعدام شول چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د درېیو پولیسو په قتل تورن شوي وو.

په وژل شویو پولیسو کې یو تن د متحده عربي اماراتو و.

یوه بحریني څارنوال وویل چې دا کسان پرون یکشنبه اعدام شوي دي.

په بحرین کې د ۲۰۱۱ میلادي کال د اکثریت شیعه‌ګانو ډلو د زیاتو سیاسي ازادیو او بشري حقونو ته د زیات اهتمام لپاره د واکمنې سني کړۍ پر ضد پراخ اعتراضونه پیل کړل خو اعتراض‌يې وځپل شو.

دا له هغه راهیسې اول وار دی چې په بحرین کې درې تنه شیعه‌ګان اعدامېږي.

یو شمېر لوېدیځو هېوادونو په بحرین کې د دې شیعه‌ګانو د اعدام غندنه کړې ده.

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هېواد یې د اعدام مخالف دی او دا خبره‌یې له بحریني چارواکو سره مطرح کړې ده.

ایران چې د بحرین د واکمن رژیم مخالف دی، دا کار غندلی دی.