ګلوبالیست: افغانستان کې د تاریاکو ستونزې پای ته رسېدو نښه نه لیدل کېږي

په افغانستان کې د کوکنارو کر او د مخدره موادو تولید ته ګلوبالیست خپرونې په یوه مطلب کې پام اړولی او لیکي، د افغانستان د تاریاکو د ستونزې د پای ته رسېدو نښه نه لیدل کېږي.

د خپرونې په وینا د امریکا د هڅو سره سره چې له ۲۰۰۱ کال په دې هېواد کې د جګړې له پیلېدو سره یې د مخدره موادو د له منځه وړلو لپاره پیل کړي، د مخدره موادو تولید لا ډېر زیات شوی دی.

ګلوبالیست په دې اړه چې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې څومره کوکنار کرل شوي، د نړۍ په کچه یې څه اندازه مخدره مواد تولید کړي، د یو شمېر احصایو ترڅنګ د ځینو مهمو مواردو د یادونې ترڅنګ د مخدرو موادو ضد هڅو په اړه چې په دې برخه کې امریکا څومره پیسې لګولي لیکي، واشنګټن له ۲۰۰۱ کال راهیسې له اوو میلیارډ ډالرو زیات په افغانستان کې د مخدرو موادو په وړاندې د مبارزې پرهڅو لګولي چې د له منځه وړلو یې هم هېڅ نښه نه لیدل کېږي.

د لوېدیځو مهمو ورځپاڼو خلاف چې د افغانستان په اړه معمولاً د شنبې او یکشنبې په ورځو ډیرې لیکنې نه کوي، سیمه ییزو په تېره بیا پاکستانۍ او هندۍ ورځپاڼو او خپرونو بیا هم د افغانستان موضوع له پامه نه ده غورځولې.

نیوز:

پاکستانۍ د نیوز «The New» ورځپاڼه تردې سرلیک لاندې چې د روسیې، چین او پاکستان محور به هند له افغانستانه وباسي، د مطلب په یوه برخه کې لیکي، اوس چې روسیه له چین او پاکستان سره په ګډه له طالبانو سره اړیکي ټینګوي، هند ښایي په سیمه ییزه کچه ځان منزوي احساس کړي.

د ورځپاڼې په وینا د افغانستان حکومت هم کمزوری دی او نشي کولای په دغه پروسه کې خپل لومړیتوب یقیني کړي او دې ته په پام سره چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې په اړه نرم دریځ غوره کړی، که د روسیې پرتګلارې پل کېږدي، د افغانستان په اړه د هند پالیسي به بیا په یوې څلورلاره کې پاتې شي.

ورځپاڼې په دې وروستیو کې په مسکو کې د درې واړو هېوادونو د استازیو په ګډون هغې درې اړخیزې غونډې ته اشاره کړې چې د افغانستان حکومت پرې سخت انتقاد کړی و.

په دې غونډه کې د افغانستان حکومت ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې او کابل ویلي و، هره هغه غونډه چې د افغانستان د حکومت له استازیو پرته په بهررکې جوړېږي، هغه د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله بلل کېږي.

اسلام اباد په افغانستان کې د نوي ډیلي هڅو ته د شک په سترګه ګوري او وایي دا هېواد غواړي پرافغانستان د نفوذ له زیاتوالي څخه د دې هېواد پرضد کار واخلي او اکثره وختونه هم پاکستانۍ ورځپاڼې د افغانستان مسایلو ته تر ډېره حده د خپلو ملي ګټو له اړخه ګوري.

په دې برخه کې هندي ورځپاڼو هم د امسئله له پامه نه ده غورځولې.

ایکونومیک:

د بیلګې په توګه ایکونومیک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان په اړه د کندهارد ۱۹۹۹ کال د الوتکې تښتونې پېښې ته پام اړولی او لیکي، هغه پنځه یرغمل چې له کتمندو نوي ډیلي ته په لاره د هندي هوايي شرکت الوتکه یې تښتولې او کندهار ته بېولې وه، د پاکستان د استخباراتو د ادارې ISI له ملاتړه برخمن و.

ورځپاڼې د هند د ملي امنیت د سلاکار اجیت دوال له قوله لیکلي چې ویلي ېې دي، که د دغې الوتکې له طالب یرغمل نیونکو سره د ISI ملاتړ نه وای هند کولای شوای دغه لانجه ژرهواره کړي خو د دغې ادارې لاس لرل د دې سبب شو چې پر یرغمل نیونکو د نوي ډیلي فشارونه ژر نتیجه ورنه کړي او دغه لانجه اوږده شي.