ځیني سناتوران د سولې عالي شورا پنځم ستون ګڼي

د عبدالحکيم مجاهد له‎خوا د طالبانو مقدس ګڼل او دوی ته د فرشتو خطاب کول د سولې عالي شورا له تُندو غبرګونونو سره مخ کړې او د افغانستان مشرانو جرګې يو شمېر غړي دغه شورا پنځم ستون ګڼي.

د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي، د سولې عالي شورا کې ځینې څېرې د نظام خائنین دي او پرته د طالبانو له ملاتړه هېڅ لاسته راوړنه نه‎لري.

د مشرانو جرګې رئیس‌ فضل‌الهادي مسلمیار د دغه جرګې د يکشنبې ورځې په عمومي ناسته کې د عبدالحکیم مجاهد څرګندونو ته په اشارې سره د هغو کسانو په مجازات کولو ټنیګار وکړ چې د افغانانو د قاتلینو اعمال توجیه کوي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل‌الهادي مسلمیار

نوموړی وايي:

"خواشینی یم چې د افغانستان د نظام د دسترخوانه د يو چا له ادرسه یو ځل بیا یو غږ پورته شو او هغوی چې هره ورځ زموږ ملت وژني دوی ورته د فرشتو لقب ورکوي، له دوی نه باید پوښتنه وشي او څېړنې ترې وشي او د څېړنو په نتیجه کې باید خپله سزا وویني."

دا په داسې حال کې ده چې د سولې عالي شورا يو لیرې شوي غړي عبدالحکیم مجاهد درې ورځې وړاندې د ستراتيژیکو مطالعالاتو له‎خوا په يوې جوړې شوې ناسته کې طالبان مقدس او د سولې فرشتې وبللې.

خو وروسته له ډېرو نیوکو نوموړي وویل چې د سولې د عالي شورا د پخواني رئیس برهان‌الدین رباني خبرې یې بیان کړي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ د ښاغلي عبدالحکیم مجاهد د دغو څرګندونو په غبرګون کې رسنیو ته په يوه رالېږلي اعلامیه کې په دې اړه د جدي پلټنو او پرېکړو خبره کړې ده.

په ورته وخت کې د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند​ امید میثم ازادي راډیو ته تائید کړه چې ښاغلی مجاهد له خپلې دندې لیرې شوی دی.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند​ امید میثم

د مشرانو جرګې غړې ګلالی اکبري د سولې عالي شورا پنځم ستون ګڼي او د دغې شورا په تعلیق ټینګار کوي.

ښاغلي اکبري زیاته کړه:

"پنځم ستون د سولې عالي شورا کې څه لاسته راوړنه او پایله لري، له دغې شورا څخه داسې کسان سر راپورته کوي چې طالبانو ته د سولې فرښتې وايي."

له دې وړاندې د سولې عالي شورا يوه بل غړي شهزاده شاهد د القاعده ډلې پخواني مشر اسامه بن لادن ته د شهید خطاب کړی و.

خو له دې ټولو سره-سره د مشرانو جرګې يوه بله غړې نبیله مصطفی‎زاده په کابل، کندهار او هلمند کې وروستیو خونړیو بریدونو ته په اشارې سره وايي، له هغو ډلو سره چې ماشومان، مېرمنې او ځوانان وژني د سولې خبرې هېڅ ګټه نه‎لري.

اغلې مصطفی‎زاده ټینګار کوي چې د سولې عالي شورا دروازه باید وتړل شي او د دغې شورا په پرېمانه پیسو دې افغان ځواکونه تجهیز شي.

خو د سولې عالي شورا ویاند امین‌الدین مظفري ازادي راډیو ته وویل، د دغې شورا مسؤلیت دا نه‌دی چې طالبان ضرور سولې ته راوبولي.

مظفري: د سولې د عالي شورا مسؤلیت دا نه‎دی چې طالبان دې ضرور سولې ته را کاږي

ښاغلي مظفري زیاته کړه:

"د سولې د عالي شورا مسؤلیت دا نه‎دی چې طالبان دې ضرور سولې ته راکاږي، بلکې مخالفینو ته د سولې لپاره د زمینې مساعدول دي، دا چې هغوی سوله نه‎کوي له هغوی نه باید وپوښتل شي چې ولې؟ موږ لاسته راوړنې لرو خو دې برخه کې چې موږ کومې هیلې لرو هغه لا نه‎دي پوره شوي."

د مشرانو جرګې يو بل غړی شیر محمد اخندزاده د عبدالحکیم مجاهد څرګندونو ته په اشارې وايي چې داسې شواهد لري چې د سولې عالي شورا د دغې شورا ځينو غړو ته وسلې ورکړي.

د دې په خبره د دوی د يو شمېر زامن د طالبانو د ډلې مشران وو او دوی په‎ خپله د سولې له عالي شورا څخه پرېمانه پیسې ترلاسه کوي.

راپور: واصل وصال