دانش: حکومتي ادارې دې د تفتیش عالي ادارې سپارښتنې عملي کړي

د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش​ ټنیګار کوي چې د تفتیش عالي ادارې په چارو کې باید مداخله ونه‎شي او د شفافیت او مالي حساب ورکونې برخه کې د دغې ادارې سپارښتنې په بشپړ دول په پام کې ونيول شي.

سرور دانش د يکشنې په ورځ کابل کې د دولت د قطعیې د بیا کتنې او ارزونې ناسته کې وویل، په ادارو کې د شفافیت او د چارو د ښه‌والي لپاره ټولې حکومتي ادارې مکلفې دي چې د تفتیش عالي ادارې سپارښتنې عملي کړي.

ښاغلي دانش وویل، حکومت د غوره خدمتونو د وړاندې کولو او ښې حکومتوالۍ اصل ته ژمن دی او ټولې ادارې باید دغه اصل ته پاملرنه وکړي.

د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش​

نوموړی وايي:

"د قانون د حکم او د حکومت د مشرتابه له نظره د تفتیش عالي اداره د هېواد په کچه د تفتیش يوازنۍ مرجع ده او هېڅ يوه بله اداره باید د تفتیش د عالي ادارې په چارو کې په موازي ډول مداخله ونه‎کړي. هغه څه چې د تفتیش عالي ادارې او زموږ ټولو لپاره مهم دي هغه په پرېکړو او اجرأتو کې د دغې ادارې بې‌پرې‌والی دی."

ښاغلی دانش وايي، د تفتیش عالي ادارې موندنې ښيي چې د افغانستان بنسټونو او ادارو د قانون د پلي کولو برخه کې کمزوری عمل کړی او دا موضوع ده ته د منلو نه‌ده.

د نوموړي په وینا له ۲۰۱۳ میلادي کال راهیسې د تفتیش عالي ادارې له‎خوا ۲۰۶ قضیې لویې څارنوالۍ ته استول شوي دي.

په ورته وخت کې د تفتیش عالي اداره وايي، يو شمېر حکومتي ادارو د دوی نظرونو او سپارښتونو ته په سمه توګه پاملرنه نه‎ده کړې.

د دغي ادارې رئیس شریف شریفي وویل چې د تفتيش د عالي ادارې د څېړنو له مخې ۵۵۵۰ سپارښتنې حکومتي ادارو ته د عملي کېدو په هدف استول شوي او سلګونه میلیونه افغانۍ هم د دولت خزانې ته تحویل شوي دي.

ښاغلي شریفي زیاته کړه:

"د قانون د رعایت د اجرأ د تفتیش په پایله کې څه باندې دوه میلیارده افغانۍ او يو اعشاریه ۳۸ میلیونه ډالر په ۱۳۹۴ لمریز کال کې او يو اعشاریه اووه میلیونه افغانۍ او څه باندې شل میلیونه ډالر د ۱۳۹۵ لمریز کال تر میزان میاشتې د دولت خزانو ته تحصیل شوي."

ښاغلی شریفي وايي، د دوی هڅه دا ده چې د افغانستان په اداري سیسټم کې ښه‌والی راشي او د اداري فساد مخه ونيول شي.

بل‌خوا د ولسي جرګې د تفتیش او محاسبې کمېسیون غړي اسدالله سعادتي په دغې ناسته کې وویل چې ولسي جرګه هم په همدې هڅه کې ده چې د فساد مخه ونیول شي او د مالي او حساب ورکونې په برخه کې بشپړ شفافیت رامنځته شي.

راپور: واصل وصال