کندز چارواکي: ۳ طالب وسله‌وال وژلي شوي او ۴ نور ټپیان دي

د کندز سیمه‌ییز امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې د دولت ضد درېیو طالبانو د وژل کېدو او څلورو هغه د ټپي کېدو ادعا کوي.

په شمال کې د پامیر شلمې فرقې ویاند غلام حضرت کریمي وايي چې طالبانو تېره شپه د کندز ښار اړوند په ده عرب‌ها سیمه کې پر افغان ځواکونو برید وکړ خو د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول.

د ښاغلي کریمي په خبره د دواړو لورو تر منځ د رامنځته شوې وسله‎والې نښتې له کبله د طالبانو درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د پامیر شلمې فرقي ویاند وايي، په یاده نښته کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه‌ده اوښتې.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

په یوه بل امنیتي خبر کې راغلي چې د غور امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې د ۱۰۰ کېلو ګرامه نشه‎يي توکو او درې قاچاقبرانو د نیول کېدو خبر ورکوي.

د غور امنیه قوماندان مصطفی محسني وايي چې یاد کسان تېره شپه هغه مهال چې غوښتل‌یې نشه‌يي توکي د پسابند ولسوالۍ له لارې هلمند ته ولېږدوي د پولیسو له لوري ونیول شول.