دفاع وزارت: ۱۰ عملیاتو کې مو مخالفینو ته درانه تاوانونه اړولي

د افغانستان دفاع وزارت چارواکي وايي، افغان ځواکونو په ۱۰ بېلابېلو عملیاتو کې د دولت وسله‌والو مخالفینو ته درانه تاوانونه اړولي دي.

د یاد وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش پرون شپه ازادي راډیو ته وویل، دا عملیات تېره ورځ کندز، بدخشان، ارزګان، هلمند او فراه کې شوي دي.

هغه په فراه ولایت کې د عملیاتو د نتیجې په اړه وویل:

"موږ فراه کې د دښمن اووه ماین جوړونکې فابریکې له‌منځه یوړلې. د فراه ولایت په بالابلوک او پشت رود ولسوالیو کې مو هم بریاوې لرلې. په کنسک بالا سیمه کې هم زمونږ تصفیه‌يي عملیات روان دي."

د وسله‌والو مخالفانو پر وړاندې تصفیوي عملیات په داسې حال کې روان دي چې کابل، کندهار او هلمند تېره سې شنبه د انتحاري حملو او چاودنو شاهد و.

طالبانو په کابل کې د حملو مسؤلیت په غاړه اخیستی چې د ملي شورا ودانۍ ته نېږدې ۳۸ تنه په‌کې ووژل شول.