«ISI» د فیسبوک د جعلي اکاونټونو له لارې د افغانانو ترمنځ نفاق اچوي

د افغانستان د مشرانو جرګې د عامه هوساینې د کمېسیون رئیس ادعا کوي چې پاکستان د جعلي فیسبوک پاڼو په جوړولو سره په افغانستان کې د مېشتو قومونو ترمنځ تعصبونو ته لمن وهي.

د مشرانو جرګې د عامه هوساینې د کمېسیون رئیس وايي، په دې وروستیو کې د فیسبوک او یو شمېر نورو ټولنیزو شبکو له لارې د شخصیتونو ترور او سپکاوي، د ملي ګټو پر ضد لیکنو، د حساسیتونو راپارول او د افغانانو ترمنځ قومي تعصبونو ته لمن وهلو اندېښمن کړي دي.

نثار حارس د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، یو شمېر کړۍ د سلګونو جعلي فیسبوکونو څخه په ګتې اخیستنې په افغانستان کې د بېلابېلو قومونو پر ضد او ملاتړ لیکنې خپروي او له دې لارې هڅه کوي چې په دغه هېواد کې د مېشتو قومونو ترمنځ قومي او مذهبي تعصبونو ته لمن ووهي.

ښاغلی حارس وايي، دا ډول جعلي اکونټونه له ګاونديو هېوادونو په ځانګړي ډول له پاکستانه رهبري کېږي او افغان حکومت یې باید مخه ونیسي.

حارس: حکومت باید د جعلي اکاونټونو مخه ونیسي.

​نوموړي زیاته کړه:

"زموږ ګاونډیان تر ډېره په دې کې ښکېل دې، په ځانګړي ډول پاکستان چې ډېرې موارد هلته طرحه کېږي، ځکه پاکستان له یوې خوا په خپلو خونړیو کړنو کې د افغانستان خلک لمنځه وړي او له بل خوا په همدې فیس بوک پاڼو کې د پښتون، تاجک او هزاره په نوم د افغانانو ترمنځ شخړې رامنځته کوي."

ښاغلی حارس په هېواد کې سایبیري تخریبونې او تعصبونه د انتحاري حملو په پرتله ډېر خطرناکه بولي وايي چې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت باید له نورو اړوندو ادارو سره په ګډه د دا ډول تخریبي فعالیتونو مخه ونیسي.

په ورته وخت کې یو شمېر سرچینو ازادي راډیو ته ویلي چې د پاکستان استخباراتي ادارې په افغانستان کې د مشخصو تخریبي اهدافو لپاره زرګونه جعلي اګونټونه جوړ کړي چې په پښتو ، دري او انګلیسې ژبو لیکنې کوي.

سرچینه زیاتوي، دا جعلي اکونټونه د پولې هاخوا د پاکستان د استخاباراتو له لوري د جوړو شویو سټیډیوګانو څخه چې مسلکي کسان ورته ګمارل شوي کارول کېږي.

له دې مخکې پر ایران هم ورته تورنه وو چې ګواکي په افغانستان کې د انټرنیټ له لارې قومي او مذهبي تعصبانو ته لمن وهي او د افغانستان په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې جاسوسي فعالیتونه کوي.

هاخوا د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت ویاند یاسین صمیم ازادي راډیو ته وویل چې دغه وزارت له ملي امنیت سره په ګډه د جعلي او مشکوکو ټولیزو اکنټونو د مخنیوي لپاره کار کوي.

صمیم: موږ د جعلي اکانټونو پر مخنیوي کار کوو.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د ملي امنیت له ریاست سره اړیکې لرو او ورسره همکاري کوو، د مخابراتو وزارت د امنیتي معلوماتو څانګې سره په همغږۍ مشکوک اګونټونه څېړل کېږي، مخکې هم داسې مشکوک اګونټونه د ملي امنیت له ریاست سره شریک شوي وو، اوس هم له دوی سره کار کوو څو د دا ډول اګونټونو مخه ونیسو."

ښاغلی صمیم په دې برخه کې د سایبري جرایمو سره د مبارزې په خاطر د یوې شورا پر جوړولو ټینګار کوي.

د انټرنیټي تعصبونو په اړه دا اندېښنې داسې مهال پیدا کېږي چې په دې ورستیو کې په ټولنیزو شبکو کې هم د افغانستان د ملي امنیت ریاست په یوه نا تائید شوي اعلامیه کې ویل شوي چې د پاکستان استخباراتي ادارې په افغانستان کې د قومي شخړو د رامنځته کولو په هدف په زرګونه فیس بوک پاڼې جوړې کړي دي.

راپور: عبادالله حنانزی