سپاهي زاده: حیرتان بندر کې د وارداتو کچه زیاته شوې

د بلخ ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې په حیرتان بندر کې د نفتي، خوراکي او ساختماني موادو واردات له پنځوس سلنې زیات شوي دي.

د دغې خونې رئیس شېراحمد سپاهي زاده ازادي راډيو ته وویل چې دغه بندرته د شپې له خوا شااوخوا سل واګونه یاد شوي مواد ورادږي چې زیاته برخه یې په کې له روسیې او قزاقستان څخه وارد شوي نفتي مواد دي.

ښاغلی سپاهي زاده وایي، د ورداتو د کچې په لوړوالي سره سږکال د ګمرک عواید هم د تېرکال د همدې مودې په پرتله ۳۵ سلنه زیات شوي دي.