د امریکا مشرانو جرګه انتخابات کې د روسیې د مداخلې تورونه څېړي

د امریکا د مشرانو جرګې د استخباراتو کمېټه د هغو تورونو څېړنه کوي چې ویل کېږي روسانو د امریکا د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې مداخله کړې.

د دې کمېټې د رئیس ریچارد بر او ډیموکراټ ګوند د غړي مارک وارنر له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دې تورونو ژورې اندېښنې پیدا کړې دي.

په خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوه دا هم ویل شوي دي چې د امریکا د دواړو ګوندونو استازي به هغه استخباراتي سندونه وڅېړي چې د امریکا په تاریخ کې ساری نه لري.

ریچارډ بر او وارنر ویلي دي چې دوی به د تحقیقاتو د یوې برخې په توګه د اوسني ولسمشر بارک اوباما د ادارې له غړیو او د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې سره خبرې وکړي.

د امریکا د مشرانو جرګې د استخباراتي کمېټې ډېر کار به په پټه ترسره شي، خو که چیرته اړتیا وه په عمومي غونډه کې به هم خبره یاده کړي.