فایننشیل ټایمز افغانستان کې د روسیې پر لاسوهنې تبصره کړې

فایننشیل ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د پاکستاني لیکوال احمد رشید یوه مقاله خپره کړې چې دافغانستان په وضعیت کې د روسيې پرلاس وهنه تمرکز کوي.

په دې مقاله کې یوځاي لیکل شوي، کله چې دپخواني شوروي لس کلن رول په افغانستان کې پاي ته ورسېد او پخواني شوروي په دې هېواد کې شرمناکه ماتې وخوړه، روسیې د افغانستان له سیاسي صحنې ځان لرې نیولی و.

خو یو وار بیا په افغانستان کې د نفوذ د پراختیا لپاره د روسیې هڅې تودې شوې دي.

داحمد رشيد په لیکنه، په افغانستان کې د امریکا سیاست له سیاسي او پوځي اړخه د رکود په حال کې دی.

د مسکو چارواکي په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پاتې ۱۲۰۰عسکرو د لاس ته راوړنو په اړه له اعتراضه ډک بیانونه کوي.

فایننشیل ټایمز لیکي، د بارک اوباما د ادارې کاری موده پای ته رسېدلې، خو حتي په وروستیو کلونو کې یې په افغانستان کې د خپل هېواد د رول پراختیاته چندان پام نه دی کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په افغانستان کې د سولې بهیر پیاوړتیا ته هم چندان تمایل نه دی څرګند کړی.

د ورځپاڼې په لیکنه، افغانستان په خراب حالت کې دی او روسیې ته لار خلاصه ده چې په دې هېواد کې د قدرت ازموینې میدان ته ورګډه شي.

فایننشیل ټایمز ورځپاڼې په دې ارتباط په مسکو کې وروستۍ غونډې ته اشاره کړې چې سیمه ییزقدرتونه لکه چین او پاکستان پکې حاضر وو او د افغانستان پر وضعیت خبرې پکې وشوې خو د افغانستان دحکومت استازي نه وو وربلل شوي.

فایننشیل ټایمز لیکي، روسیه غواړي د قدرت هغه تشه چې امریکا په افغانستان کې پریښې، ډکه کړي.

نشنل انټرست خپرونه لیکي، مسکو په اوکرایین او سوریه کې امریکا ته د مټو زور څرګند کړی او اوس یې د افغانستان په سیاسي صحنه کې د لاسوهنې له لارې، په ټوله سیمه کې د سیاسي لوبې بدلولو ته ملاتړلې ده.

د نشنل انټرست په لیکنه، په دې کې باید تعجب ونشي چې روسیه په یوه بل ډګر کې د امریکا د ملي ګټو په وړاندې د مبارزې ډګر ته ور ګډه شوې ده.

خپرونه لیکي، روسیه غواړي له هغو اختلافونو چې د امریکا د ځواکونو د اعلی قوماندان ډونالډ ټرمپ او د هغه هېواد د استخباراتي ادارو ترمنځ موجود دي، په خپله ګټه کار واخلي.

خو د خپرونې په ليکنه، افغانستان امریکايي څېړونکو ته داسې ستونزې پېښې کړې چې مخکې يې وړاندوینه نه وه شوې.

په داسې حالت کې، نشنل انټرست لیکي چې د منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ تر مشرۍ لاندې اداره باید په افغانستان کې د روسیې له نوي موقفه ځان ښه خبر کړي ځکه دا هم د ګواښ سیمه او د همکارۍ فرصت ګڼل کېدلاې شي.

نشنل انټرست خپرونه یوازې په افغانستان کې د روسیې د موقف تغیر ته اشاره نه کوي، بلکې د پاکستان د لوري بدلون ته یې هم اشاره کړې چې یومهال د امرېکا له مهمو متحدانو و خو په وروستیو کې یې د چین او روسیې پرلور تمایل زیات کړی دی.