نن په کابل کې سلګونه کسانو په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د وروستیو خونړیو حملو په غبرګون مظاهره وکړه.
دوی چې د زرغون بهیر له خوا په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته سره ټول شوي و د پاکستان استخباراتي اداره «ای. اس. ای» یې له تروریزمه په ملاتړ تورنه کړه.
مظاهره چیانو له افغان حکومت وغوښتل چې په دغه هېواد کې د پاکستان سفارت وتړي او هم یې په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې په پاکستان فشار راولي او طالبان په تور لیسټ کې شامل کړي.
د دوی مظاهره له لسو بجو پیل شوه او تر دوو ساعتونو وروسته د کابل په بره کي څلور لارې کې پای ته ورسېده.
د سې شنبې په ورځ په کابل، کندهار او هلمند کې انتحاري حملې او چاودنې وشوې چېد افغان چارواکو د معلوماتو له مخې په دې حملو کې څه باندې پنځوس تنه وژل شوي او له سلو ډېر ټپیان دي.