د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس وایي چې د کندهار پېښه ګونګه ده او څېړنه یې د حکومت لپاره زیاته مهمه ده.
فضل الهادي مسلیمار نن د ملي شورا د دووغړو یو بازمحمد جوزجاني او سراج الدین صفري د جنازې په مراسمو کې وویل، حکومت ژمن دې چې په دې برخه کې به هر اړخیزې پلټنې کوي.
د کندهارد سې شنبې د ورځې پېښه کې د ملي شورا د دوو غړیو او عربي ډپيلوماټانو په ګډون ۱۱ تنه ووژل شول او د کندهار د والي او عربي متحد اماراتو د سفیر په ګډون ۱۲ تنه ټپيان شول.
وسله والو طالبانو دې پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي.
د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکارحنیف اتمر په مشرۍ د یادې پېښې د پلټنې لپاره یو پياوړی تخنیکي ټیم ګمارلی دی.