اروپا کې سړې هوا ۷۳ پناه غوښتونکي وژلي

په بالکان هېوادونو، یونان او ختيځه اروپا کې په لسيزو کې لومړی ځل د تودوخي درجه ډېره ټيټه شوې ده او لسګونه کسان د برېښنا نشتوالي او ټرانسپورت د ځنډ له کبله مړه شوي دي.

چارواکو ويلي لږ تر لږه ۷۳ کسان له ساړه موسمه مړه شوي چې د ۱۹۶۳ میلادي کال راپه دې‌خوا لومړی ځل دومره يخ شوی دی.

په بالکان کې روانه اوونۍ په مړو شویو کې لږ تر لږه ۱۵ کسان کنګل شوي چې په‎ بوسنيا کې څلور کسان، سربيا کې شپږ کسان، کوسوو کې دوه بې‌کوره کسان او مسدونیا کې دوه بې‌کوره سړي او یوه زړه ښځه شامل دي.

په سربيا کې په یوه کمپ کې پناه غوښتونکي له ورته ستونزو سره مخامخ دي.

په بلګراد کې په يوه کمپ کې يوه افغان پناه غوښتونکي روېټرز خبري اژانس ته داسې وويل:

"موږ غواړو پرېشتينيا ته ولاړ شو خو دوی غواړي موږ مسدونيا ته وشړي."

یوه بل افغان پناه غوښتونکي روېټرز ته وويل:

"ټول د خوراکي مرستو لپاره منډې وهي. کله درې وخته ډوډۍ ورته ورسېږي کله څلور ځلي. خو د خوراک لپاره باید په لوی قطار کې ودرېږي، که څوک په قطار کې نه‌درېږي، ډوډۍ نه‌ورکوي."

د شپې له‎خوا د تودوخي درجه تر منفي شل سانټي ګراد کمه شي.

مرستندویه ادارو د جنورۍ په ۱۱مه ویلي چې بې‌کوره کسان او پناه غوښتونکي د ساړه موسم قربانيان کېږي.

د ورکو پناه غوښتونکو پروژې چې د ملګرو ملتونو د پناه غوښتنې د ادارې له‎خوا پيل شوې، مديترانه سیمه کې ۱۱ مړي ثبت کړي دي.

دغه اداره وايي، په ځانګړې توګه تر ۱۵ نيم سوه زياتو هغو پناه غوښتونکو په اړه اندېښنه لري چې د یونان کمپونو کې پرته له کومو اسانتياوو ژوند کوي.

په دغو سيمو کې روانه اوونۍ شديدې واورې ورېدلې دي.

په سربیا کې په يوه کمپ کې د سرې مياشتې کارکوونکو روېټرز خبري اژانس ته ويلي چې پناه غوښتونکي د ساړه موسم له کبله له بېلابېلو ناروغیو سره مخامخ دي.

دوی زیاتوي:

"د سکاروي لويه ستونزه ده. خلک کنګل شوي دي. دلته ډېر يخ دی. موږ دوی ته بېړنۍ روغتیايي مرستې رسوو."

تر اووه زره او پنځه سوه زيات کسان په سربيا کې او لسګونه نور د هنګري له سرحد سره په ساړه موسم کې بند پاتې دي.

د سربيا چارواکو له ټولو پناه غوښتونکو د چهارشنبې په ورځ وغوښتل چې د پناه غوښتنې مرکزونو ته ورشي خو ډېری پناه غوښتونکي په بلګراد کې په تشو او زړو ودانیو کې اوسي.