غوڅ ملاتړ ماموریت: تېر کال د کندز پېښه کې۳۳ ملکیان وژل شوي

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي، د دوی موندنې ښيي چې د ۲۰۱۶ میلادي کال د نوومبر میاشتې په ۳ مه د کندز په پېښه کې۳۳ ملکیان وژل شوي او ۲۷ نور ټپيان شوي وو.

د غوڅ ماموریت ملاتړ له قومندانۍ څخه نن په خپره شوې اعلامیه کې راغلي په دې اړه د دوی پلټنې پای ته ورسېدې.

وړاندې په اعلامیه کې راغلي ملکیانو ته هغه وخت مرګ ژوبله اوښتې چې وسله‎وال طالبان د خلکو په کورونو کې پټ شوي وو او پر افغان او نړیوالو ځواکونو یې ډزې کولې چې وروسته له ځانه د دفاع په هدف پرې هوايي حمله وشوه.

اعلامیه زیاتوي د غوڅ ملاتړ ماموریت په دې اړه زیات خواشینی دی او افغان ولسمشر ته ډاډ ورکوي چې په راتلونکي کې به دا ډول پېښې بیا تکرار نه‎شي.

د کندز د تېرکال په پېښه کې دوه امریکايي او درې افغان کمانډو سرتېري وژل شوي وو او د څلور امریکايي سرتېرو په ګډون ۱۱ افغان کمانډویان ټپيان شوي و او همدارنګه ۲۶ وسله‎وال طالبان وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان وو.